Initiative Afghanisches Hilfswerk e.V.

  • Schrift vergrößern
  • Standard-Schriftgröße
  • Schriftgröße verkleinern
Start پشتو/دری پشتو/دری د افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنه» «دافغانی مرستو ابتکاری ټولنه» ونومول شوه

د افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنه» «دافغانی مرستو ابتکاری ټولنه» ونومول شوه

نورمحمد غفوری

«د افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنه»
«دافغانی مرستو ابتکاری ټولنه» ونومول شوه

د جون د میاشتې په دیرشمه نېټه «د افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنې» د غړو عمومی غونډه د آلمان د ماربورګ په ښارکې جوړه شوه. وروسته له هغې چې د غونډې ګډون کوونکو ته د ټولنې د رئیسې محترمې پوهندوی شیما غفوري لخوا ښه راغلاست او ستړی مشی وویل شول، د غونډې د پرمخ وړلو او د هغو د پروتوکول د لیکلو له پاره مسئولین وټاکل شول. د ټولنې د غړو له خوا د عمومی غونډې له پاره د وړاندې شوی اجندا سره سم د ټولنې د فعالیتونو رپوټ د هغې د رئیسې لخوا واورول شو. د مالی چارو مسئول او د ارزونې کمیسیون هم خپل رپوټونه غونډې ته وړاندې کړل.

د ټولنې د فعالیتونو په رپوټ کې یادونه وشوه چې د تیرې عمومی غونډې را په دې خوا تر ننه پورې د ټولنې په فعالیتونو کې ټولو غړو زغرده ونډه اخیستې او ډیرو مینه والو عملی مرستې کړی دی. په تیر کال کې د ټولنې غړیتوب ته هم غوښتنلیکونه را رسیدلی او نوی غړی هم منل شوی دی.

د افغانی لاسی صنایعو ټولنې په تیر کال کې د خارجیانو د شورا د سیاست په ټاکلو او د پرسونل په انتخاب کې غوره رول ولوباوه، په نوموړی شورا کې استازی لری او په فعاله توګه په آلمان کې د اوسیدونکو خارجی اتباعو له ګټو او غوښتنو دفاع کوی. د بهرنیانو او افغانستان د مینه والو سازمانونو سره یې ډیرې لیدنې کتنې کړی او د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره یې د شریکو تدبیرونونیولو ته یوځایی کار کړی دی. د مختلفو ابتدایی، منځنیو او لیسو ښونخيو سره یې پروګرامونه نیولی، د آلمان اوسیدونکو ته یې د افغانستان په اړه د معلوماتو د ورکولو غونډې او سیمینارونه په مختلفو ځایونو کې جوړکړی او د افغانانو او افغانستان ستونخې یې د آلمان د سیاسی ګوندونو له استازو او پارلمان له وکیلانو سره طرحه کړی دي. د افغانستان په اړه د نورو سازمانونو له خوا په جوړو شوو غونډو او کنفرانسونو کې يې هم برخه اخیستې ده. د افغانی کلتور، افغانی محصولاتو او په تیره بیا د افغانی لاسی صنایعو د پیداوارو د معرفی کولو په لار کې یې زیار ایستلی او بریالی ګامونه یې پورته کړی دی. ټولنې د آلمان په ماربورګ ښار کې د اسلامی کلتوری مرکز (مسجد) د طرحې په وړاندې کولو او د هغو په بنسټ ایښودلو کې فعال او رغنده رول لوبولی دی. په تیر کال کې د ټولنې فعالیتونو د آلمانی، افغانی او د ټولنې د ویبپاڼې او چاپی نشراتو له لارې پوره انعکاس موندلی. په افغانستان کې سږکال یو نوی ښونځي هم د نجونو له پاره جوړ شو، چې اوس ټول پنځه کورنی ښونځي د ټولنې په مرسته فعالیت کوی. دا ښونځی هم د نورو په څیر د ولسی وګړو په غوښتنه او عملی فعال ګډون رامنځته شو.

په تیر کال کې ټولنې د کابل په ښار کې د ښځو له پاره د «ګټورو معلوماتو کورس» رامنځته کړی چې د ښځو ګډون ورپکې آزاد او وړیا دی، په هره اونې کې د یوې ټاکلې موضوع په اړه سیمینار وړاندې کوی، تر اوسه یې ۴۵ غونډې جوړې کړې او سږ کال به هم دا لړۍ دوام ومومی.

د ټولنې د فعالیت د راپور تر وړاندې کولو وروسته د ټولنې د اساسنامې د ځینو موادو او د هغې د نامه په بدلون خبرې وشوې او د رایو په اتفاق سره د «افغانی لاسی صنایعو ابتکاری ټولنې(IAH) Initiative Afghanisches Handwerk» نوم، چې د ۱۹۹۴ میلادی کار راهیسی په آلمان، پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوی، د «افغانی مرستو ابتکاری ټولنې Initiative Afghanische Hilfswerk (IAH) » ته واوښت، ځکه چې اوس د ټولنې د فعالیتونو لمن پراخه او د افغانی لاسی صنایعو په پولو کې محدوده نه ده.

په پای کې د «افغانی مرستو ابتکاري ټولنې» رهبرۍ ته د راتلونکو دوو کلونو له پاره د آزادو او دموکراتیکو انتخاباتو له لارې اوه نفره انتخاب شول.

د ټولنې په اړوند د نورو معلوماتو له پاره کیدای شی لاندې پتې وکتل شی.

 


عکس: کورنی ښوونځی

 

 

عکس: کورنی ښوونځی

 

 

 

Spendenkonto

Helfen Sie mit einer Spende und halten Sie damit das aktuelle Projekt Mädchenschulen in Wardak am Leben!

Aus einzelnen Tropfen entsteht ein Fluss. (afghanisches Sprichwort)

IBAN DE92 5335 0000 0017 0015 40
BIC HELADEF1Mar
Bank Sparkasse Marburg-Biedenkopf

© Initiative Afghanisches Hilfswerk e.V. 2018. Alle Rechte vorbehalten.